Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

کښې يو ښکلے عادت خير خواهي هم ده. په کتابونو کښې ليکلي دي چې هغوئي به په خلقو دومره خوړله چې د کور والؤ د پاره به هم څه نه پاتې کيدل. ([1])

بے موسمه انګور ميلاؤ شول

حضرت لَيث بن سَعد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه يو ځل د حج په ارداه مکے مکرمې ته حاضر شوم. د مازديګر د نـمونځ ادا کولو نه پس د مسجد الحرام سره د نزدې غر جبلِ اَبُو قُبَيس په لور روان شوم. ما اوليدل چې هلته يو کَس ناست دے او د الله پاک په ذِکر کښې مشغول دے، هغه يا رَبِّ! يا رَبِّ! لوستل شروع کړل، مسلسل يـې لوستل، تر دې چې د هغه ساه ماته شوه. بيا هغه يا الله! يا الله! لوستل شروع کړل، تر دې چې ساه يـې بيا ماته شوه، بيا يـې اووئيل: يا حُيُّ، يا قيّومُ! تر دې چې د هغه ساه ماته شوه. بيا يـې اووئيل: يا رحمانُ! يا رحمانُ! تر دې چې د هغه ساه ماته شوه. بيا يـې د يَا اَرحَمَ الرّٰحِمِين وِرد کولو تر دې چې د هغه ساه ماته شوه. چې کله هغه فارغ شو نو په بارګاهِ الٰہی کښې يـې عرض اوکړو: يا الله پاکه! د اَنګورو خوړلو خواهش لرم، په ما انګور اوخورې او زما څادر شليدلے دے ما ته نوے څادر راعطا کړې. حضرت لَيث بن سعد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په الله پاک مې دې قَسم وي! د هغه خبره لا پوره شوې نه وه چې ما يوه شکَرئ اوليده کومه چې د انګورو نه ډکه وه حالانکه په هغه ورځو کښې د انګورو موسم نه وو او ورسره دوه څادرې هم وې. کله چې هغه د خوراک اراده اوکړه نو ما اووئيل: زه هم ستاسو سره شريک يم، کله چې تاسو دعا کوله نو ما آمين وئيلے وو. هغه اووئيل: راځئ! د الله پاک نوم واخلئ او اوخورئ او هيڅ څيز به [د ځان د پاره] نه ساتئ. زه ور وړاندې


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا، جلد:3، صفحہ:226، رقم:3788۔