Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

د الله پاک په ويره کښې د ژړا طريقې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د الله پاک د ويرې نه ژاړو، اوښکې توئيو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به مو هم کيږي او که الله پاک اوغوښتل نو د دوزخ نه به نجات هم حاصل کړو * يواځې کښينئ * د قبر په حالاتو باندې غور او فِکر کوئ * د قبر تنګ والے * وحشت او تنهائي راياده کړئ * د رُوح وتلو د سختې او تکليفونو په باره کښې سوچ اوکړئ * خپل ګناهونه راياد کړئ * د قيامت په ورځ د الله پاک په بارګاه کښې د حاضرئ منظر په ذهن کښې راولئ * د قيامت د وحشتونو د تصور جوړولو کوشش اوکړئ * د دوزخ عذابونه اولولئ * هغه بيا بيا ذهن ته راولئ * د قرآنِ کريم تلاوت په کثرت سره د کولو عادت جوړ کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک د ويرې نه به ژړا درنصيب شي.

تُو ڈر اپنا عنایت کر، رہیں اس ڈر سے آنکھیں تَر

مٹا  خوفِ  جہاں    دِل    سے، مٹا    دُنیا    کا    غم    مولیٰ!([1])

چې د هغوئي دا حالت دے نو...

د خپل وخت ډير لوئي عالِم او ولئ کامِل حضرت داؤد طائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې عرض اوکړو: عالي جاه! تاسو د اهلِ بيتِ پاک نه يئ (د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزاده يئ)، لہٰذا ما ته څه نصيحت اوفرمايئ! امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه خاموشه پاتې شو نو بيا يـې عرض اوکړو: عالي جاه! تاسو د اهلِ بيتِ پاک نه يئ، ما ته څه نصيحت اوفرمايئ! په دې باندې امام جعفر


 

 



[1]...   وسائلِ بخشش، صفحہ:98۔