Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دوؤ جنّتونو حقدار

په روايتونو کښې دي: د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د قيامت په باره کښې غور او فِکر کولو، هغوئي د آسمان د راغونډيدلو، د غرونو د بيخ نه د وتلو (په هوا کښې د مالوچو په شان د الوتلو)، د ستورو د رژيدو او د نمر د تيارۀ کيدو په  باره کښې غور اوکړو. بيا هغوئي د جنّت او دوزخ او د ميزانِ عمل په باره کښې غور او فِکر شروع کړو، په دې غور کولو کښې په هغوئي باندې د الله پاک ويره غالبه شوه او هغوئي د ډير غم نه اوفرمائيل: کاش چې زه څه شينکے وے، او څاروو خوړلے وے...!! کاش چې زه هډو پيدا شوے نه وے. په دې باندې دا آيت مبارک نازل شو، الله پاک اوفرمائيل: ([1])

وَ لِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِۚ(۴۶)  (پارہ:27، الرَّحمٰن:46)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او څوک چې د خپل رب په دربار کښې د اودريدلو نه ويريږي د هغه د پاره دوه جَنَّتونه دي.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا څومره ښکلے انداز دے...!! څومره ښکلې جزاء ده. څوک چې د الله پاک په بارګاه کښې د حاضرئ نه ويريږي، د هغه د پاره دوه جنّتونه دي. کاش چې زمونږه هم دا ويره نصيب شي. مونږ هم د قيامت وحشتناک مناظر په خيال کښې راولو، د محشر ميدان، د عمل [تللو] ميزان [يعنې تله]، جنّت، دوزخ او پل صراط وغيره راياد کړو، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک نه ويره رانصيب


 

 



[1]... تفسیر درمنثور، پارہ:27، الرحمٰن، تحت الایۃ:46، جلد:7، صفحہ:706۔