Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښه نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مرغئ راژوندئ شوې

يو ځل امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، ډير خلق هم د هغوئي نه د فيض حاصلولو د پاره د هغوئي په خدمت کښې حاضر وو. هغوئي د الله پاک د نبي حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  ذِکرِ خير اوکړو او دا واقعه يـې بيان کړه چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  په بارګاهِ اِلٰہی کښې عرض اوکړو: اے الله پاکه! مَړي به څنګه راژوندي کولے شي، ما ته يـې په سترګو اوښايه. الله پاک د خپل خليل عَلَیْهِ السَّلَام  درخواست قبول کړو او اوئې فرمائيل:

فَخُذْ اَرْبَعَةً مِّنَ الطَّیْرِ فَصُرْهُنَّ اِلَیْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلٰى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَاْتِیْنَكَ سَعْیًاؕ- (پارہ:3، اَلَبَقَرَۃ:260)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو په مرغو کښې يو څلور مرغئ اُونيسه بيا هغه ځان سره عادت کړه بيا د هغه ټولو يوه يوه ټُکړه په هر غر باندې کيږده بيا هغوئي را اُوبله نو هغوئي به ستا خوا ته په منډه منډه راشي.


 

 



[1]...  بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔