Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain
كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.
(6) دُرُودِ شَفاعت
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
(1) د يو زر ورځو نيكئ:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتې يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.
(2) داسې ده لكه شبِ قدر ئې چې حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درې ځله اولوستله نو لكه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو.[4] راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريكه اووائيو.
لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ، سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم