Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain
د دې واقعې ذِکر کولو نه پس حضرت امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: که تاسو غواړئ نو زه هم مرغئ راژوندئ کړم او تاسو ته يـې اوښائيم؟ خلقو عرض اوکړو: آو جي! ضرور اوښايئ! بيا حضرت امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو طاؤس، يو کارغه، يو باز او يوه کونتره اونيوله او د هغو د ذبح کولو او قيمه کولو حکم يـې اوفرمائيلو او د هغوئي سرونه يـې بيل بيل محفوظ کړل. کله چې د هغه ټولو نه قيمه جوړه کړے شوه او د يو بَل سره ګډه کړے شوه نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نمبر نمبر څلور واړو مرغو ته آواز اوکړو: اے طاؤسه! اے کارغه! اے بازه! اے کونترې! داسې به هغوئي آواز ورکولو او د هرې مرغئ غوښه به په هوا کيدله او د خپل خپل سر سره به يو ځائے کيدله، دغه شان څلور واړه مرغئ کومې چې ذبح کړے شوې وې او قيمه ترينه جوړه کړے شوې وه، د حضرت امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کرامت باندې فوراً راژوندئ شوې. ([1])
برکت ِ امامِ جعفر مرحبا! مرحبا! عظمت ِ امامِ جعفر مرحبا! مرحبا!
شرافتِ امامِ جعفر مرحبا! مرحبا! صداقتِ امامِ جعفر مرحبا! مرحبا!
فیضان ِجعفر صادق! جاری رہے گا!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه *د سَيِّدُ الشُهَدَاء، شهيدِ کربلا امام عالي مقام حضرت امام حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کړوسے دے *هغوئي د دوؤ عظيمُ الشانه صحابۀ کرامو: حضرت اَنَس بن مالِک او حضرت سهيل