Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: (اے خلقو!) د خپل رب نه بخښنه اوغواړئ، بيشکه هغه ډير معاف کوونکے دے(۱۰) هغه به په تاسو په شیبو وريدونکے باران راوليږي(۱۱) او د مالونو او ځامنو په ذريعه به ستاسو مدد اوکړي او تاسو لره به باغونه جوړ کړي او ستاسو د پاره به نهرونه جوړ کړي (۱۲)

 (3): اے سفيان! که تا ته د غم او تکليف رسيدو انديښنه وي يا څه پريشاني درپيښه شي نو د لَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّابِاللہ کثرت کوه چې دا د خوشحالئ چابي او د جنّت په خزانو کښې يوه خزانه ده.

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکرِ خير اوريدو سعادت حاصل کړو. هغوئي زمونږه پيشوا دے، زمونږه امام دے، لہٰذامونږ له پکار دي چې د هغوئي د پاک سيرت نه رڼا واخلو او خپل اخلاق او کردار ښه کړو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان د پاکو عادتونو اختيارولو کوشش اوکړو. مثلاً مونږه واوريدل چې *د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اخلاق ډير ښه وو، مونږ له هم د ښو اخلاقو والا جوړيدل پکار دي * امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به اکثر مُسکے اوسيدلو، مونږ له هم مُسکي اوسيدل پکار دي * امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غريبانانو خير خواهي کوونکے وو، مونږ له هم د غريبانانو، مسکينانو، يتيمانانو بے وسو په کار راتلل پکار دي * امام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اوږو ډوډئ خوړله، مونږ له هُم په اوږو ډوډئ خوړل پکار دي * امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فضولياتو نه بچ کيدونکے وو، په کثرت سره عبادت کوونکے وو، د الله پاک نه ويريدونکے وو، د الله پاک د ويرې نه به يـې ژړل، هديرې ته به تللو او عبرت به يـې حاصلولو. مونږ له هم دا ښکلي ښکلي ښه ښه