Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

دنيائي فِکرونه پريږده! د آخرت د پاره فارغ شه!

د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پينځه ويشتمې سيپارې سورۀ شُوریٰ د دې آيت تلاوت اوفرمائيلو:

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖۚ-وَ مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا وَ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ(۲۰) (پارہ:25 ،الشوریٰ :20)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:: څوک چې د آخرت فصل غواړي نو مونږه د هغه د پاره د هغه په فصل کښې اضافه کوو، او څوک چې د دنيا فصل غواړي نو مونږه هغه ته د دې نه څه ورکوو او په آخرت کښې د هغه هيڅ حصّه نشته.

بيا يـې اوفرمائيل: الله پاک فرمائي: اے ابنِ آدم! (دنيائي فکرونه پريږده او) د عبادت د پاره فارغ شه! ستا سينه به د مالدارئ نه ډکه کړے شي او که تۀ داسې نه کوې (مثلاً په دنيائي فِکرونو کښې اخته اوسې، صِرف د دنيا د مستقبل سوچونه کوې) نو ستا زړۀ به د مصروفياتو (مثلاً د دنيائي مشغولولياتو) نه ډک کړے شي. ([1])

په دنيائي فِکرونو کښې اوسيدل د هلاکت سبب دے

   د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مَسعُود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې خپل ټول فِکرونه صرف يو فِکر يعني د آخرت فِکر جوړ کړو نو الله پاک د هغه د دنيا د فِکر د پاره کافي دے او د چا فِکرونه چې د دُنيا په حالاتو کښې مشغوله اوسي نو الله پاک ته به د دې پروا نه وي چې


 

 



[1]... مستدرک،  جلد: 3، صفحہ:234، حدیث:3709