Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

یِہی آہ! فکرِ دُنیا مِرا دِل جَلا رہی ہے                                                            غَمِ ہجر گر ستاتا تو کچھ اور بات ہوتی([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحتونه

حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حضرت امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض اوکړو: زه به تر هٰغه وخته پورې نه پاڅم تر څو چې تاسو ما ته څه نصيحت اونه فرمايئ. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے سفيان! زه ستاسو سره خبرې کووم خو ډيرې خبرې ستاسو د پاره ښې نه دي (درې خبرې يادې ساته او په دې باندې عمل اوکړه): (1): الله پاک چې تا ته څه نعمت عطا کړي او ته په هغې باندې هميش والے غواړې نو په هغې د هغه ډير شُکر ادا کوه ځکه چې الله پاک ارشاد فرمائي:

لَىٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُم  (پارہ:13، اِبراہِیم:7)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: که تاسو زما شکر ادا کوئ نو زه به تاسو ته نور زيات عطا کووم.

 (2): که تۀ په رزق کښې  تاخير محسوس کړې نو د استغفار کثرت کوه (مثلاً په کثرت سره اَستَغفِرُ الله! اَستَغفِرُ الله! لوله!) چې الله پاک ارشاد فرمائي:

اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْؕ-اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ(۱۰)

یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًاۙ(۱۱) وَّ یُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِیْنَ وَ یَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ یَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ(۱۲)  (پارہ:29، نُوْح:10تا12)


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:384۔