Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain
شوم. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما ورور ما له هم د نيکئ دعوت راکړو يوه ورځ يـې زه هم د ځان سره هفته وارې د سنّتو ډکې اجتماع ته بوتلم. د ورور جان په پوهه کولو باندې ما هم د 63 ورځو په مَدَني تربيتي کورس کښې داخله واخسته، په کوم کښې چې د شريعت د بے شميره مسئلو، د سنتو او دعاګانو زده کولو موقع ميلاؤ شوه. په ما باندې د کريم رَبّ ډير احسان دے چا چې ما ته د خپل حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وسيله د دعوتِ اِسلامي ښکلے ښکلے ديني ماحول راعطا کړو. ([1])
عطائے حبیبِ خدا دِینی ماحول ہے فیضانِ غوث و رضا دِینی ماحول
اگر سنَّتیں سیکھنے کا ہے جذبہ تم آجاؤ دیگا سکھا دِینی ماحول([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مَعرِفَةُ الـقُرآن موبائل ايپلي کيشن تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن په نوم د مَعرِفَةُ الـقُرآن جاري کړے دے. تاسو د دې ايپلي کيشن په ذريعه * د قرآنِ پاک لفظي او با مُحَاوَرَه ترجمه لوستلے شئ *په دې ايپلي کيشن کښې د آيتونو عنوانات هم ورکړے شوي دي، د کوم په مدد چې د خپلې موضوع مطابق قرآني آيتونه کتلے او لټولے شئ. خصوصاً مبلغ اِسلامي وروڼه د دې آپشن نه مدد اخستے شي * په دې ايپلي کيشن کښې سرچ آپشن هم موجود دے، د کوم په مدد چې آيتونه لټولو کښې آساني پيدا کيږي * د موضوعاتو د پن پوائنټ کولو آپشن