Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

از کم فرض عِلمِ دِين لکه د اودس، غسل، نـمونځ، روژې، زکوٰۃ وغيره ضروري مسئلې زده کړي. تاسو هم د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ! په 12 ديني کارونو کښې هم پوره پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره برکتونه به درنصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني کورسز هم دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د څارنې لاندې ډير شارټ کورسز کولے شي مثلاً * د اووه ورځو فيضانِ نماز کورس * د اووه ورځو د دولسو ديني کارونو کورس * د اووه ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس وغيره. * په دې مَدَني کار کښې د شرکت سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه حاصل شي * چې دِين زده کړئ نو الله پاک به راضي شي * په رزق کښې به مو برکت اوشي * د عِلمِ دِين خزانه به حاصله کړئ * د نيکو ذِهن به مو جوړ شي * د الله پاک عبادت به په صحيح انداز کولے شئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به هُم کيږي * بيا به ديني ماحول هم درنصيب شي * د نيکانو خلقو صحبت به درنصيب شي، د دې خپل برکتونه دي.

د دوؤ وروڼو د اِصلاح راز

د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: ديني ماحول ته د راتلو نه وړاندې زه په قِسما قِسم ګناهونو کښې اخته ووم، زما بخت څه داسې رابيدار شو چې زما مشر ورور د اِسلامي وروڼو د نيکئ په دعوت باندې د 63 ورځو مَدَني تربيتي کورس کښې داخله واخسته. د تربيتي کورس کولو نه پس چې کله زما ورور کور ته تشريف راوړو، ټول کور والؤ چې دا اوليدل نو ډير حيران پاتې شول چې هغه بالکل بدل شوے وو، د سنّتو مطابق جامې، په سر يـې عمامه شريفه وه. زه د هغه د اخلاقو او کردار نه ډير متاثره