Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

الله پاک دې مونږ ته هم توفيق راعطا کړي، مونږ له هم پکار دي چې د الله پاک په راکړے شوي مال او دولت او نورو نعمتونو کښې د نورو خلقو د شريکولو عادت جوړ کړو.

د رَبّ د عطا کړے شوو نه لګوئ!

الله پاک ارشاد فرمائي:

وَ یُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰى حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّ یَتِیْمًا وَّ اَسِیْرًا(۸) اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّ لَا شُكُوْرًا(۹)  (پارہ:29، اَلْدَّھر:7تا9)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او هغوئي د اللہ په محبت کښې په مسکين او يتيم او قيدي باندې طعام خوري (۸) مونږه خاص د اللہ د رضا د پاره په تاسو طعام خورو. مونږه نه تاسو نه بدل غواړو او نه شکريه (۹)

يعنې د الله پاک هغه نيکان او مقبول بندګان چا ته چې به جنّت عطا کولے شي، کوم چې به د جنّتي چينو نه [اوبه] څښي، دا به هغه خلق وي کوم چې په دُنيا کښې * د الله پاک په محبت کښې په غريبانانو، مسکينانو باندې ډوډئ خوري او *مخلص دومره وي چې وائي: مونږه خاص د اللہ د رضا د پاره په تاسو طعام خورو. مونږه نه تاسو نه بدل غواړو او نه شکريه.

سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته هم توفيق عطا کړي چې مونږ هم په نورو باندې ډوډئ خوړلو والا جوړ شو، الله پاک چې کوم نعمتونه راعطا کړي دي، په هغې کښې نور خلق هُم شريک کړو.

د مړولو څښولو په فضيلتونو باندې حديثونه

* په بارګاهِ رسالت کښې پوښتنه اوشوه: کوم يو اِسلام ښه دے؟ اوئې فرمائيل: په