Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

هغه په کومه کنده کښې هلاکيږي. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د غور مقام دے! خو مونږ په هُم دې فکرونو کښې اخته يُو چې  څه به خورو؟ څه به اغوندو؟ سحر خو مو اوخوړله، د ماښام  [خوراک] به د چرته نه راځي؟ بوډا والے به مو څنګه تيريږي؟ د بچو مستقبل به مو څنګه وي؟ يو کاروبار خو مې روان شوے دے، اوس به بَل څنګه روانيږي؟ د يو ځائے نه خو ښه آمدن راځي، د آمدن نورې ذريعې به څنګه جوړې کړے شي؟ ګاډے، مَحل، بنګله به راته څنګه ميلاويږي؟ کاش چې زه په لږ وخت کښې مالدار شم وغيره وغيره [داسې نور] په زرګاؤ قِسمه فِکرونه مونږ په زړۀ کښې ساتو، په هُم دې فِکرونو کښې مو ورځې او شپې تيريږي او ژوند مو روان دے ختميږي. زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دا فرمائي چې کوم بنده داسې فِکرونه پريږدي، صرف يو فِکر د آخرت فِکر اختيار کړي چې ما ته په قبر کښې، په حشر کښې، په پل صراط باندې کاميابي حاصلول دي، جنّت ته تلل دي، الله پاک راضي کول دي، دا به څنګه کووم؟ دا يو فِکر اختيار کړي نو الله پاک به د هغه د ټولو فِکرونو د پاره کافي شي او کوم بنده چې دا يو فِکر اختيار نکړي بلکې صرف دنيائي فِکرونه کوي نو الله پاک هيڅ پروا نه لري چې هغه په کومه کنده کښې هلاکيږي.

کاش چې زمونږه د آخرت فِکر نصيب شي. که دا فِکر نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د زياتو نيکو کارونو کولو توفيق او په عبادت باندې به استقامت هم نصيب شي.

غَمِ روزگار میں تو مرے اشک بہہ رہے ہیں                      تِرا غم اگر رُلاتا تو کچھ اور بات ہوتی

نہ فُضول کاش! ہنستا، تری یاد میں تڑپتا                                                  مجھے چَین ہی نہ آتا تو کچھ اور بات ہوتی


 

 



[1]... ابنِ ماجہ ، کتاب الزہد ، صفحہ:668 ، حدیث:4106۔