Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

شوم او انګور مې خوړل. په هغه انګورو کښې ځړي نه وو او ما داسې خوندور انګور د دې نه مخکښې نه وو خوړلي، ما ښه په مړه خيټه اوخوړل خو د شکَرئ نه هيڅ هم کم نه شول. بيا يـې ما ته اوفرمائيل: په دې څادرو کښې چې دې کوم خوښ وي واخله. ما اووئيل: زما څادر ته ضرورت نشته. بيا هغه اووئيل: تۀ د لږ ساعت د پاره ډډې ته شه چې زه دا واغوندم. زه ډډې ته شوم. هغه يو څادر د لنګ په طور استعمال کړو او دويم يـې د پاسه واچولو بيا يـې خپل ويستلي څادرونه په لاس کښې واخستل او روان شو. زه هم په هغه پسې روان شوم تر دې چې هغه د صفا او مروه مقام ته اورسيدو نو د هغه سره يو کَس ميلاؤ شو او اوئې وئيل: اے د الله پاک د خوږ رسول ځويه! ما له جامې راکړئ، الله کريم! دې تاسو له جامې درکړي. هغه دواړه څادرې يـې غوښتونکي ته حواله کړې. ما د هغه کَس نه پوښتنه اوکړه: الله دې په تاسو باندې رحم اوکړي، دا څوک دے؟ هغه جواب ورکړو: دا حضرت جعفر بن محمد (يعنې امام جعفر صادِق) رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. حضرت لَيث رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه پس ما هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير اولټولو خو چرته مې هُم اونه موندلو. زه د هغوئي په جدايئ ډير خفه شوم. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تاسو اوکتل! امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک په ورکړے شوو نعمتونو کښې ځان سره نور خلق هُم شريکول، الله پاک هغوئي ته د غيبو نه انګور عطا کړل نو هغوئي په هغې کښې بَل کَس هُم شريک کړو، الله پاک هغوئي ته د غيبو نه جامې عطا کړې نو هغوئي مخکښنئ جامې غريب کَس ته عطا کړې.


 

 



[1]... الروض الفائق، صفحہ:224۔