Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

درکووم، کوم چې د دې نه ډير ښکلے او پائيدار دے. د هغې خاوره به د مشکو او زعفرانو وي، هغه به چرې هم نه راپريوځي او صرف محل به نه وي بلکې په هغې کښې به خادمان، وينزې او د سرو ياقوتو قباګانې، ډيرې شاندارې او ښکلې خيمې وغيره هم وي او هغه محل ګِلکارانو نه دے جوړ کړے بلکې هغه صرف د الله پاک په کُن (يعنې اوشه) وئيلو جوړ شوے دے. ځلمي په جواب کښې عرض اوکړو: ما له په دې باره کښې د سوچ د پاره يوه شپه وخت راکړئ. حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ډيره بهتره ده.

د دې خبرو نه پس حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف يوړلو، حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د شپې بيا بيا د هغه ځلمي خيال راتلو او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د پاره د خير دعاګانې کولې. سحر يـې بيا په هغه لور تشريف يوړلو نو ځلمي د هغوئي انتظار کولو. ځلمي ډير په جوش سره هغوئي ته هر کلے اووئيلو او اوئې وئيل: آيا تاسو ته پرونئ خبره ياده ده؟ اوئې فرمائيل: ولې نه! ځلمي فوراً د يو لاکھ درهمو (د سپينو زرو د اشرفو) تيلئ هغوئي ته حواله کړه او اوئې وئيل: دا واخلئ زما ټول مال او دا حاضر دي قلم، دوات او کاغذ.

حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کاغذ او قلم راواخستو او د يو جنّتي محل يو رسيد يـې اوليکلو او هغه ځلمي له يـې ورکړو او يو لاکھ درهمې يـې راواخستې او د ماښام نه مخکښې مخکښې يـې ټول رقم په غريبانانو، مسکينانو تقسيم کړو.

د دې واقعې څلويښت ورځې تيرې شوې وې چې يوه ورځ د سحر د نـمونځ نه پس حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جومات په محراب کښې يو کاغذ اوليدو، چې راواخستو يـې نو دا هم هغه رسيد وو کوم چې هغوئي هغه ځلمي له ورکړے وو او د هغې په بَل طرف دا ليکل ښکاريدل: دا د الله پاک له طرفه د مالک بن دينار د پاره پروانه ده چې تا د کوم محل د پاره زمونږ په نوم ضمانت اخستے وو هغه مونږه هغه ځلمي ته عطا کړو بلکې د هغې نه مو ورته اويا چنده زيات عطا کړل. حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رسيد راواخستو او په