Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

کومو کښې چې د ټولو نه کمه بَلا بدن ورانيدل او سپين داغونه دي. ([1])

الله پاک دې مونږ ته د د ډيرې ډيرې صدقې او خيرات کولو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

(3): قارُون ته دريم نصيحت

د بني اسرائيلو نيکانو مسلمانانو قارُون ته په دريم نصيحت کښې اُووئيل:

وَ لَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا (پارہ:20، القصص:77)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او د دُنيا نه خپله حِصَّه مه هيروه.

په دې آيت مبارک کښې اوفرمائيلے شول چې د دُنيا نه خپله حصه مه هيروه...!! د دې نه څه مُراد دے؟ په دې باره کښې يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه مُراد کفن دے. ([2])

اَللہُ اَکْبَر! د دې دنيا نه زمونږه حصه صرف د کفن دوه څادرې دي * مونږه ټول عمر اوګټله * ګاډي مو هم واخستل * محلونه * بنګلې مو جوړې کړې * په اربونو کهربونو روپئ مو هم جمع کړې * څو څو ميډل هم حاصل کړل * د دُنيا هر قِسمه نعمت زمونږ سره دے خو مونږ به د دې دنيا نه د ځان سره څه وړو؟ صرف د کفن دوه څادرې او بَس...!! د عربئ يو شاعر وائي:

نَصِیْبُکَ مِمَّا تَجْمَعُ الدَّھْرَ کُلَّہٗ                                                                                            رِدَااٰنِ تُلْویٰ فِیْہِمَا وَ حَنُوْط([3])  

ترجمه: يعنې تا ټول عمر اوګټله، جمع دې کړه، په دې کښې ستا حصه څه ده؟ د کفن دوه څادرې، په کوم کښې چې به ته را اونغاړلے شې او د مړي په بدن پورې کوونکې خوشبوئي!


 

 



[1]... تاریخِ بغداد، جلد:8 ، صفحہ:204 ۔

[2]... شرح الصدور ، صفحہ:23۔

[3]... التذکرۃ للقرطبی ،باب ذکر الموت و الاستعدادلہ  ، جز:1، صفحہ:10۔