Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

زر ختمه شي، مونږه به هم فنا شو، بيا به په آخرت کښې زمونږه هيڅ نه وي، بيا به مونږ څه کوو؟ بيا به صرف د ارمان سره هم دا وايو:

یٰلَیْتَنِیْ قَدَّمْتُ لِحَیَاتِیْۚ(۲۴)  (پارہ:30 ،اَلْفَجْر:24)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے کاش چې ما په خپل ژوند کښې (څه نيکي) مخکښې ليږلې وے (۲۴)

ځکه اوس هم وخت دے، مونږ لا اوس ژوندي يو، چې مونږه دا ښکلے نصيحت قبول کړو:

وَ ابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ (پارہ:20، قصص:76)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او کوم مال چې تا لره الله درکړے دے د هغې په ذريعه د آخرت کور طلب کړه.

او د دُنيا نۀ بلکې د آخرت طلب ګار جوړ شو، الله پاک چې مونږ ته څه عطا کړي دي، د هغې په ذريعه مونږه دُنيا نۀ بلکې آخرت طلب کړو.

د جنّتي محل سودا

حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وَلِـیُّ الله دے، يو ځل هغوئي په يو ځائے تيريدلو، اوئې کتل چې يو عالي شان کور جوړيږي او يو ښکلے ځلمے ګِلکارانو، مزدورانو او کار کوونکو ته ډير په توجُّه سره د کار په باره کښې وائي. دا يـې چې واوريدل نو حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ځلمي ته ورنزدې شو او سلام يـې اوکړو، چې کله يـې د يو بَل سره تعارف اوشو او هغه ځلمي ته پته اولګيده چې دا حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے نو هغه د هغوئي ډير عزت اوکړو، احترام يـې اوکړو. حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه ډيره په مينه پوښتنه اوکړه: تاسو په دې عالي شان کور باندې څومره رقم لګول غواړئ؟ ځلمي اووئيل: يو لاکھ درهم (يعنې د سپينو زرو يو لاک اشرفئ). اوئې فرمائيل: که دا رقم تاسو ما له راکړئ نو زه ستاسو د پاره د يو داسې عالي شان محل ضمانت