Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې دا مال زمونږ نه دے، د الله پاک دے، مونږ خو بَس وکيلان يو، يعنې مونږ له دا مال راکړے شوے دے او مونږه دا مال صرف هغه ځائے لګولے شو، چرته چې الله پاک حکم فرمائي، * حکم دے چې: زکوٰۃ ادا کوئ! مونږ به زکوٰۃ ادا کوو * حکم دے چې: فطره [يعنې سرسايه] ادا کوئ! مونږ به فطره ادا کوو * حکم دے چې: په غريبانانو باندې لګوئ! مونږ به يـې په غريبانانو باندې لګوو * حکم دے چې: په خپل بال بچ باندې لګوئ! مونږ به يـې په خپل بال بچ باندې لګوو. غرض چې مال د الله پاک دے، هغه چې چرته حکم فرمائيلے دے، مونږ به يـې هلته لګوو. ځکه چې الله پاک دا مال مونږ ته عطا کړے دے نو په مونږ باندې يـې احسان کړے دے، لہٰذا په مونږ باندې هم لازم دي چې مونږه د الله پاک په بندګانو باندې احسان کوو، د هغوئي کفالت کوو.

د الله پاک خوږ بنده

د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خلق د الله پاک عِيَال (يعنې د هغه بندګان، د هغه محتاج) دي، د الله پاک زيات خوښ هغه دے څوک چې د الله پاک عِيال ته زياته فائده رسوونکے وي.([1])  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

(5): قارُون ته پينځم نصيحت

د بني اسرائيلو نيکانو مسلمانانو قارُون ته په پينځم نصيحت کښې اووئيل:

وَ لَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِؕ-اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ(۷۷) (پارہ:20، القصص:77)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او په زمکه کښې فساد مه کوه، بيشکه الله فساديان نه خوښوي (۷۷)

دا هم يو اهم نصيحت دے. مطلب دا دے چې اے قُاُرونه! الله پاک تا ته مال او


 

 



[1]... موسُوعہ ابنِ ابی دُنیا، کتاب: قضاء الحوائِج، جلد:4، صفحہ:159، حدیث:24۔