Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

  صرف هم دومره زمونږه حصه ده، د دې په باره کښې اوفرمائيلے شو چې د دنيا نه خپله حصه مه هيروه! يعنې کفن ياد ساته!

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                                                    جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی                                            یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                                                                   یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں

د بادشاهانو عبرتناکې جُملې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا حقيقت دے چې مونږه په دې دُنيا کښې هر څه هم اوکړو، چې څومره هم اوګټو، څومره هم جمع کړو، آخر به زمونږ سره څه پاتې کيږي؟ څه به د دنيا نه د ځان سره وړو؟ يو کفن...!!

جیتنے دُنیا سکندر تھا چلا

جب گیا دُنیا سے خالی ہاتھ تھا

* خليفه عبد الـملِک بن مروان د ډير شان او شوکت والا بادشاه وو، چې کله د هغه آخري وخت راغے نو چا ترينه پوښتنه اوکړه: دا وخت تاسو ځان څنګه محسوسوئ؟ عبد الـملک بن مروان اووئيل: بالکل هم هغسې محسووم، لکه څنګه چې قرآن فرمائيلي دي چې،

وَ لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا فُرَادٰى كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّ تَرَكْتُمْ مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُوْرِكُمْۚ- (پارہ:7، اَلْاَنْعام:94)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او بيشکه تاسو مونږ له يواځې راغلئ څنګه چې مونږه تاسو په اول ځل پيدا کړي وئ او تاسو  شا ته پريښودل هغه ټول مال و متاع کوم چې مونږه تاسو له درکړي وو.