Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

د شکر جذبات دي او هغه په دې نعمت حاصليدو باندې د شکر په دې جذبه کښې خوشحاليږي) دا چې کومه خوشحالي ده، دا عبادت دے. الله پاک فرمائي:

قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَ بِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْاؕ-  (پارہ:11، یُونُس:58)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  ته اوفرمايه: د الله په فضل او د هغه په رحمت باندې خوشحالئ کول پکار دي.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږ له پکار دي چې مونږه هميشه دا خبره په خپل زړۀ کښې کښينوو، خپل دا عادت جوړ کړو چې که د وړوکي نه وړوکے نعمت راته حاصل شي يا د غټو نه غټ انعام رانصيب شي * چرې هم په نعمت حاصليدو غاوره نشو * فخر اونکړو * تکبر اونکړو بلکې * د شُکر په جذباتو کښې مغلوبه شو او خپل سر د رَبّ تَعالٰی په حُضُور کښې ټيټ کړو * د هغه شُکر ادا کړو او د شُکر د جذباتو سره خوشحالي اوکړو. اوګورئ! قارُون ته مال ميلاؤ شو، دا د الله پاک انعام وو خو دا بدبخته * غاوره شو * د فخر په طور * د تکبر په طور خوشحاله شو * هغه لوئي اوکړه، بيا د هغې څه نتيجه راغله، دغه بدبخته د خپلو خزانو سره زمکې راښکلو. 

د يو مغروره عبرتناک انجام

په قرآنِ کريم کښې يوه عبرتناکه واقعه بيان شوې ده. زه د تفسيرونو په رڼا کښې په مختصر طور باندې دا واقعه عرض کووم. واقعه څه داسې ده چې دوه کسان وو، يو کافِر وو او بَل مسلمان وو. کوم چې کافِر وو، هغه ډير مالداره وو، هغه سره د کجورو دوه باغونه وو، په هغې کښې د انګورو بوټي هم وو او په زمکه هغه فصل هم کَرلے وو. يعنې دوه باغونه وو او په دواړو باغونو کښې درې قِسمه پيداوار وو: (1): په هغې کښې کجورې هم وې (2): انګور هم وو (3): او فصل (مثلاً غنم وغيره) هم پکښې وو. په دې باندې يو بَل نعمت چې د دې باغونو په مينځ کښې يوه وَله هم تيره شوې وه، يعنې د هغه خرچ د