Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

کيشن په خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ. 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د رانجو پورې کولو سُنَّت او آداب

د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: په ټولو رانجو کښې بهترين رانجه اِثمد دي ځکه چې دا نظر روښانه کوي او باڼه راټوکوي. ([1])     

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د کاڼي د رانجو په استعمالولو کښې هيڅ باک نشته او * تور رانجه يا کَجَل د ښائسته کيدو په نيت سره د نارينؤ د پاره پورې کول مکروه دي او که چرې ښائست مقصد نه وي نو بيا مکروه نه دي * رانجه د شپې د اوده کيدو په وخت پورې کول سُنَّت عمل دے * د رانجو پورې کولو د 3 نقل شوو طريقو خلاصه ستاسو په خِدمت کښې وړاندې کوو: (1): کله په دواړو سترګو کښې 3، 3 سلايانې (2): کله په ښئ سترګه کښې 3 سلايانې او په ګَڅه سترګه کښې دوه (3): نو کله په دواړو سترګو کښې دوه، دوه او بيا په آخِره کښې يوه سلائي په رانجو کښې اووهئ او هغه په نمبر نمبر په دواړو سترګو کښې پورې کړئ د داسې کولو سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په دريو واړو طريقو باندې عمل کيږي.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د تکريم چې څومره هم کارونه دي هغه ټول به زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښي اړخ نه شروع کول، ځکه وړومبے په ښئ سترګه کښې رانجه پورې کوئ بيا په ګَڅه کښې . ([2])


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب:الطب، باب:الکحل بالاثمد، صفحہ:566، حدیث:3497۔

[2]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:38۔