Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

زياتيده. آخِر يو ځل چې کله د زکوٰۃ حکم نازل شو او حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  قارُون ته هم د زکوٰۃ ورکولو حکم اوکړو نو د مال په لالچ کښې دې بدبخته د بے حيايئ انتها اوکړه. يوې زنانه له د رقم لالچ ورکړو او په دې خبره يـې راضي کړه چې هغه د الله پاک په نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  باندې د بدکارئ الزام اولګوي. هغه زنانه د مال په لالچ کښې راغله او د دې غټې ګناه د پاره راضي شوه خو د بني اسرائيلو په ګڼه کښې يـې په حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې د داسې ګندا الزام لګولو جُرأت اونکړے شو او د الله پاک د ويرې له وجهې يـې هر څه رښتيا رښتيا اووئيل.

د قارُون دومره ګنده شرارت يـې چې اوليدو نو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  ډير خفه شو، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام سر په سجده شو او عرض يـې اوکړو: اے الله پاکه! که زه ستا رښتونے رسول يم نو په قارُون باندې غضب نازِل کړې. د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  دا دُعا قبوله شوه او حکم اوشو: اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ! زمکې له ستاسو د خبرې منلو حکم ورکړے شوے دے، تاسو چې دې ته کوم حکم غواړئ اوکړئ. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  زمکې ته حکم اوکړو نو زمکې قارُون او د هغه ملګري او ټولې خزانې ځان ته راښکلې. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     قارُون ته پينځه نصيحتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په قرآنِ کريم کښې په يو څو ځايونو کښې د عبرت د پاره د قارُون ذِکر شوے دے. په شلمه سيپاره، سوره قصص، آيت 76 او 77 کښې الله پاک ارشاد فرمائي:


 

 



[1]... حاشیہ صاوی مع جلالین، پارہ:20، سورۂ قصص ، زیر ِآیت:76 تا 81، جلد:2، صفحہ: 300 تا 303 ملتقطاً۔