Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

د صدقې کولو فضيلتونه او ثوابونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * صدقه او خيرات کول زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عظيم سُنت دي، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د درِ جُود و سخاوت نه به څوک سوالي خالي لاس نه تلو. ([1]) * صدقه ګناهونه داسې ورانوي لکه څنګه چې اوبه وور مړ کوي ([2]) * صدقه د دوزخ د وور نه بچ کول کوي، په حديثِ پاک کښې دي څوک چې د الله پاک د رضا د پاره صدقه اوکړي نو هغه صدقه د هغه او د وور ترمينځه پرده جوړه شي. ([3]) * صدقه د الله پاک غضب ختموي او بد مرګ دفع (يعنې لرې) کوي. ([4]) * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: په صدقه ورکولو کښې تادي کوئ، بَلا د صدقې نه نۀ اوړي. ([5]) * صدقه کوونکے به د قيامت په ورځ د خپلې صدقې په سوري کښې وي. ([6]) * صدقه د بدئ اويا دروازې بندوي.([7]) *صدقه د قبر د ګرمئ نه بچ کول کوي. ([8]) * د مسلمان صدقه د هغه عمر زياتوي. ([9]) *الله پاک د صدقې په برکت تکبر لرې کوي. ([10]) * صدقه اويا قِسمه بلاګانې منع کوي په


 

 



[1]... فیضانِ  سخی سرور، صفحہ:6۔

[2]... ابنِ ماجہ ، كتاب الفتن ، باب كف اللسان فى الفتنہ ، صفحہ:640 ، حديث:3973 ۔

[3]... معجمِ  كبير، جلد:10 ، صفحہ:409 ، حديث:20584۔

[4]... ترمذى، کتاب الزكاة، باب ما جاء فى فضل الصدقہ، صفحہ:189، حديث:664 ۔

[5]... مشکاة المصابیح، کتاب الزكاة، باب الانفاق وکراهیہ ...الخ، جلد:1، صفحہ:359 ، حدیث:1887۔

[6]... سننِ کبری للبیہقی، کتاب الزكاة ، باب التحریض علی...الخ ، جلد:4 ،صفحہ:479 ، حديث:7751۔

[7]... معجمِ  کبير،جلد:3 ، صفحہ:148 ، حديث:4276۔

[8]...شُعَبُ الْاِيمان،جلد:3 ، صفحہ:212 ، حديث:3347۔

[9]...معجمِ کبیر ، جلد:6 ، صفحہ:440، حدیث:13508۔

[10]...معجمِ کبیر، جلد:6 ، صفحہ:440 ، حدیث:13508۔