Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً *د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم *په اَدب به کښينم *نصيحت به حاصلووم *د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قارُون عبرتناکه واقعه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! قارُون د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د ترۀ ځوي وو *ډير مالداره وو *ډير ښکلے هم وو * د آسماني کتاب تورات شريف ډير ښه قاري هم وو *بيا ده ته مال عطا کړے شو. * د روايتونو مطابق چې کله به قارُون سورلئ ته اوختو نو په ډيرو قچرو باندې خو به صرف د هغه د خزانې کُنجيانې بار کړے شوې وې. د دومره مال حاصليدو نه پس پکار خو دا وو چې ده د الله پاک په حُضُور کښې سر ټيټ کړے وے، د هغه شُکر يـې ادا کړے وے خو هغه بدبخته، بد باطِن اوختو، د سرکشئ لاره يـې اختيار کړه او مُنافِق شو. ([1])

  علمائے کرام فرمائي: قارُون د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره حسد کولو، نو دې بدبخته د يو څو کسانو سره خپله يوه بيله ډله جوړه کړه، ډير عاليشان کور يـې جوړ کړو، په هغې کښې يـې د سرو زرو دروازه اولګوله، په ديوالونو يـې هم د سرو زرو کار اوکړو. د بني اسرائيلو خلق به سحر او ماښام د هغه خوا له راتلل، ډوډئ ګانې به يـې خوړلې، خبرې به يـې راجوړولې او قارُون به يـې خندولو.

د قارُون د دې ټولو خَباثتونو باوجود حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د هغه سره ښه سلوک کولو خو هغه به هر وخت دوئي ته تکليف رسولو، د هغه سرکشي او تکبر ورځ په ورځ


 

 



[1]... حاشیہ صاوی مع جلالین، پارہ:20، سورۂ قصص ، زیر ِآیت:76 تا 81، جلد:2، صفحہ: 300 و303 ملتقطاً۔