Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

تادئ د هغه ځلمي کور ته لاړلو نو پته اولګيده چې هغه ځلمے هم پرون وفات شوے دے او دا رسيد د هغه د وصيت مطابق په کفن کښې دننه کيښودے شوے وو. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د اوليائے کرامو...!! د اوليائے کرامو د وينا څومره اهميت دے؟ د هغوئي د الله پاک په بارګاه کښې څومره عزت دے، د دې اندازه د دې حديث شريف نه اولګوئ! د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: د الله پاک په بندګانو کښې څه داسې هم دي که هغوئي په الله پاک باندې د څه کار قسم اوخوري نو الله پاک د هغوئي قسم ضرور پوره کوي. ([2])

گفتۂ اُو گفتۂ الله بَوَد                                                                                                                                گرچہ از حلقومِ عبد الله بَوَد

مفهوم: د وَلِـیُّ الله وئيلے شوې خبرې په حقيقت کښې هم د الله پاک وئيلے شوې [خبرې] وي.

بهر حال! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې الله پاک مونږ ته مال عطا کړے دے، نعمتونه يـې راکړي دي، د هغې په ذريعه دُنيا نۀ بلکې آخرت اوګټو، هُم د خپل آخرت فِکر اوکړو. ځکه چې حقيقي نعمت هم هغه دے کوم چې د آخرت د آرام ذريعه جوړه شي.

د انسان اَصلي مال

حضرت مُطرَف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل والِد نه روايت کوي، هغه فرمائي: زه يوه ورځ په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شوم، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سورۂ اَلْہٰکُمُ التَّکَاثُرُ تلاوت فرمائيلو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: انسان وائي: زما مال! زما مال! اے اِبنِ آدم! ستا مال خو هُم هغه دے کوم چې تا اوخوړو او فنا دې کړو، وا دې غوستو او زوړ دې کړو، يا


 

 



[1]... روض الریاحین، صفحہ:58، 59۔

[2]... بخاری، کتاب التفسیر، باب یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ...الخ، صفحہ:1116، حدیث:4500۔