Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا دے د صدقې برکت او د کنجوسئ وبال...!! الله پاک که مال درکړے وي، دا تر خپل ځانه پورې محدود مه ساتئ! ډيره ډيره صدقه کوئ! د زکوٰۃ، صدقۀ فطر کولو، د نفلي صدقو ورکولو، د غريبانانو او مسکينانو سره د همدردئ کولو او د بے وسو د امداد کولو کوشش کوئ!

د صدقې فضيلتونه

په دويمه سيپاره، سورۀ بقره آيت 245 کښې ارشاد دے:

مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةًؕ-

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: څوک شته چې الله له ښه قرض ورکړي نو الله به د هغه د پاره هٰغه قرض په ډير چنده زيات کړي.

حضرت عثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے، هغوئي ته چا اووئيل چې حضرت ابو هُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: مؤمِن بنده ته به د يوې نيکئ په بدله کښې لس لاکهه نيکئ ميلاويږي. (يعنې که يوه روپئ د الله پاک په لاره کښې صدقه کړي نو په ثواب کښې به دا لس لاکهه چنده شي). حضرت عثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدينے منورې ته حاضر شو او د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يـې پوښتنه اوکړه: آيا تاسو دا ارشاد فرمائيلے دے؟ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: ما دا نه دي وئيلي، ما خو وئيلي وو: الله پاک مؤمِن بنده ته د يوې نيکئ په بدله کښې شل لاکهه چنده عطا کوي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د الله پاک څومره کرم دے، مال هم د هغه، راکړے هم هغه دے، که مونږ يـې د هغه په لار کښې اولګوو نو مال هم محفوظ، ثواب هم داسې چې نه شميرلے کيږي او نه يـې حساب کيږي.


 

 



[1]... رُوْحُ الْمَعَانِیْ، پارہ:2، تحت الآیۃ:245، جلد:1، صفحہ:757۔