Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

دې صدقه کړو او وړاندې دې اوليږو. ([1])

باقي څه پاتې شو...؟

يو ځل د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په کور مبارک کښې چيلئ ذبح کړے شوه او د هغې غوښه تقسيم کړے شوه خو د هغې د اُوګې غوښه اوساتلے شوه، اُمُّ الـمؤمِنين حضرت عائشه صدِيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها اوفرمائيل: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کور ته تشريف راوړلو، پوښتنه يـې اوکړه: مَابَقِیَ مِنْھَا اے عائشه! د چيلئ په غوښه کښې څومره پاتې ده؟ ما عرض اوکړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ټوله غوښه مو تقسيم کړه، بس د اُوګې غوښه پاتې ده. خوږ آقا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بقِیَ کُلُّہَا غَیْرَ کَتِفْہَا ټوله پاتې شوې ده، د اُوګې د غوښې يوه ټوټه (کومه چې تقسيم نه شوه) هغه پاتې نه شوه. ([2]) يعنې کومه چې د الله پاک په لاره کښې صدقه کړے شوه، هغه باقي او زوال نه لرونکې شوه او کومه چې د خپل خوراک د پاره کيښودے شوه هغه به هضم شي او فنا به شي.

د عربئ  يو شاعر ډيره ښکلې خبره کړې ده:

اَنْتَ لِلْمَالِ اِذَا اَمْسَکْتَہٗ                                                                                                 فَاِذَا  اَنْفَقْتَہ ٗ  فَالْمَالُ  لَکَ([3])

چې تر څو پورې تۀ مال ساتې نو تۀ د مال يـې، چې کله يـې د الله پاک په لاره کښې اولګوې نو مال ستا شي. يعنې تر څو پورې چې مال زمونږ سره دے، مال زمونږه نه دے، مونږه د مال يو، مونږه د مال حفاظت کوو، هر وخت راسره ويره وي، چې په جيب کښې


 

 



[1]... مُسْلم، کِتَابُ الزُّہْد، صفحہ:1133، حدیث:2958۔

[2]... ترمذی، کتاب:صفۃ القیامۃ، صفحہ:586، حدیث:2470 بتصرف قلیل۔

[3]... احیاء العلوم و الدین، کتاب اذم البخل...الخ، بیان فضیلۃ السخاء، جلد:3، صفحہ:305۔