Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

راسره زيات رقم وي نو د سړک نه په تيريدو هم ويريږو، وسوسې راته راځي چې چرته ډاکو رانشي يا څوک ګڼکپ رانه جيب اونه وهي، يا که په کور کښې مو مال کيښودے وي نو هر وخت راسره دا غم وي چې ګرِل (Grill) اولګولے شي، مضبوطه تاله اولګولے شي، چې مضبوط صندوق واخلو، سيکورټي ګارډ اودرولے شي، په کور کښې مې دولت کيښودے دے هسې نه چې غل راشي، خو چې کله مال اولګوو، د الله پاک په لاره کښې يـې صدقه او خيرات کړو نو هغه مال زمونږه شي. ځکه مونږ له پکار دي چې د الله پاک په لاره کښې ښه صدقه اوکړو او د مال او دولت په ذريعه د جنّت ګټلو فِکر اوکړو.

لاس ئې څنګه شَل شو...!!

يو ځل د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها په خدمت کښې يوه زنانه حاضره شوه، د هغې لاس شَل (يعنې بے کاره) شوے وو. هغې خپله واقعه بيان کړه او اوئې وئيل: زما والد صاحب ډير سخي انسان وو * زکوٰۃ به يـې ورکولو * ميلمستيا به يـې کوله * غوښتونکو ته به يـې ورکړه کوله * تر دې پورې چې د وړوکې نه وړوکې نيکي به يـې هم نه پريښوده. خو زما مور ډيره کنجوسه وه، په څه نيک کار کښې به يـې خپل مال نه لګولو.

مخکښې زما والد وفات شو. د هغې نه دوه مياشتې پس زما مور هم وفات شوه. بيګاه ما په خوب کښې خپل مور پلار اوليدل، په بابا جان باندې مې د زيړ رنګ دوه څادرې وې او د هغه مخې ته وَله بهيدله. ما عرض اوکړو: بابا جانه دا څه دي؟ اوئې فرمائيل: لورې! بنده چې په دنيا کښې څه نيک کار هم اوکړي هغه به د هغې انعام ويني. دا څه چې ته وينې ما ته زما رَبّ راعطا کړي دي. ما پوښتنه اوکړه: بابا جانه! د مور مې څه اوشو؟ هغه پوښتنه اوکړه: آيا هغه وفات شوې ده؟ ما اووئيل: آؤ جي! په دې باندې بابا جان اووئيل: هئ افسوس! هغه زمونږ نه لرې کړے شوه. تۀ خپله مور ګڅ اړخ ته اوګوره! زه