Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

دولت عطا کړو، رَبِّ کريم تا ته داسې انعامات عطا کړل، نو تۀ اوس ګناه مه کوه، دا نعمتونه د الله پاک په نافرمانئ کښې مه استعمالوه او په زمکه کښې فساد مه خوروه...!!

د مال او دولت په ګناه کښې د خرچ کولو وبال

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې مال په ګناهونو کښې استعمالول د لوئي هلاکت سبب دے. بے شکه مال يو نعمت دے او د دې نعمت په باره کښې به هم د قيامت په ورځ پوښتنه کيږي. په حديثِ پاک کښې دي: انسان به د قيامت په ورځ تر هغه وخته پورې قدم پورته نکړے شي تر څو چې د دې پينځؤ پوښتنو جواب ورنکړي (1): تا ژوند څنګه تير کړو؟ (2): ځواني دې څنګه تيره کړه؟ (3): مال دې د کوم ځائ نه اوګټو؟ او (4): کوم کوم ځائ دې اولګوو؟ (5): د خپل عِلم مطابق دې تر څومره پورې عمل اوکړو؟ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د غور مقام دے. آه! نن سبا بے حسي عامه ده، مونږه مال په حلاله طريقه ګټو که په حرامه ذريعه ؟ د دې خبرې فِکر کم خلق کوي. الله پاک دې مونږ ته د آخرت فِکر نصيب کړي. د خپل آمدن او خرچ په باره کښې په احتياط سره اوسيدل ضروري دي. ګنې دا مال مونږه دوزخ ته د بوتللو سبب هم جوړيدے شي. الله پاک دې مونږه د مال او دولت د حرص نه اوساتي او الله کريم چې کوم مال راعطا کړے دے، د دې په ذريعه دې د جنّت ګټلو توفيق رانصيب کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

حبّ دُنیا سے تُو بچا یا رَبّ!                                                                                                                          عاشقِ مصطفےٰ بنا یارَبّ!

آہ! طغیانیاں گُنَاہوں کی                                                                                                                                   پار نیّا مری لگا یارَبّ!


 

 



[1]... ترمذی، کتاب صفۃ القیامۃ، باب فی القیامۃ، صفحہ:574، حدیث:2416۔