Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

ګڅ اړخ ته روانه شوم، هلته ما مور په دې حالت کښې اوليده چې د هغې په لاس کښې د وازګې وړوکے شان پوټے دے او په بدن باندې يـې د لَنګ نه علاوه بَل هيڅ کپړه نه وه او هغې د هئ غلطي! هئ افسوس! هئ تنده! چغې وهلې. د ډيرې تندې له کبله هغې په لاس کښې نيولې وازګه د خپل لاس په تَلي پسې مږله او بيا به يـې هغه څټله. د هغې مخې ته هم وَله روانه وه. ما ترې پوښتنه اوکړه: مور جانې! تاسو د تندې تندې چغې وهئ، وَله خو ستاسو مخې ته موجوده ده. هغې اووئيل: زه د اوبو څښلو نه پخپله منع نه يم (بلکې زه د دې نه منع کړے شوې يم). بيا ما اوغوښتل چې زه وروړاندې شم او مور جانې له اوبه ورکړم، چې ما څنګه چونګ راډک کړو او په مورجانې مې اوبه اوڅښلې نو يو آواز راغے: چا چې دې زنانه له اوبه ورکړې دي د هغې لاس دې شَل شي. هئ افسوس! چې کله زه سحر راپاڅيدم نو زما لاس شَل وو او ما په دې باندې هيڅ کار نشو کولے.

د مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې کله دا واقعه واوريدله نو د هغې زنانه نه يـې پوښتنه اوکړه: آيا تۀ د هغې کپړې ټوټه پيژنې (کومه چې ستا مور تړلې وه؟) عرض يـې اوکړو: آؤ جي! دا هغه کپړه وه کومه چې زما مور يو ځل چا سوال کوونکي له ورکړې وه او هغه وازګه (کومه چې د هغې په لاس کښې وه او د هغې په ذريعه هغې د خپلې تندې ماتولو کوشش کولو، د وازګې هغه پوټے) هم هغې يو ځل صدقه کړے وو.

دا يـې چې واوريدل نو حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها اووئيل: اَللہُ اَکْبَر! الله پاک رښتيا فرمائيلي دي: ([1])

فَمَنْ یَّعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَیْرًا یَّرَهٗؕ(۷) وَ مَنْ یَّعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا یَّرَهٗ۠(۸) (پارہ:30، اَلْزِلْزَال:7، 8)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو څوک چې د يوې ذرّے همره نيکي اوکړي هغه به هغه وِيني(۷) او څوک چې د يوې ذرّے همره بدي اوکړي هغه به هغه وِيني(۸)


 

 



[1]... رسائل ابن رجب حنبلی، جزء فیہ الکلام علی الحدیث یتبع المیت ثلاثۃ، صفحہ: 429۔