Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

دا آيت يـې اولوستو او رُوح ئې اووتلو. ([1]) * خليفه هارون رشيد هم ډير د رُعب او دبدبې والا بادشاه وو، کله چې د هغه د مرګ وخت رانزدې شو نو هغه خپل کفن راوغوښتو او هغه يـې اړاوو را اړاوو او بيا بيا يـې اوکتو، بيا يـې دا آيت اولوستو: ([2])

مَاۤ اَغْنٰى عَنِّیْ مَالِیَهْۚ(۲۸) هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْۚ(۲۹) (پارہ:29، اَلْحَاقَّۃ:28، 29)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: زما مال زما هيڅ په کار رانغلو(۲۸) زما ټول زور ختم شو(۲۹)

*خليفه مُعتَصِم ډير ظالم او د سخت زړه والا بادشاه وو، کله چې د هغه آخري وخت راغے نو په خپله بستره ملاست وو او په تکليف کښې وو او بيا بيا به يـې وئيل: لَوْ عَلِمْتُ اَنَّ عُمْرِی ھَکَذَا قَصِیْرٌ مَا فَعَلْتُ که ما ته معلومه وه چې زما عمر دومره کم دے نو ما به بادشاهي نه کولے. ([3])

 اے د خوږ نبي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور اوکړئ! دا د بادشاهانو عبرتناکې جُملې دي، هٰغه بادشاهان کومو چې ژوند په عيش او عشرت کښې تير کړو، د خزانو انبارونه د هغوئي په اختيار کښې وو، د خادمانو او وينزو د هغوئي سره څه کمے نه وو خو چې کله د دنيا نه لاړل نو څه يـې يوړل...؟ صرف يو کفن...!! نور هيڅ نه. لہٰذا دا د عبرت مقام دے، مونږ له هم پکار دي چې د دُنيا جوړولو فِکر پريږدو او څه چې الله پاک راعطا کړي دي، د هغې په ذريعه د آخرت طلب شروع کړو.

بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتبار                                                                                  تُو اچانک موت کا ہوگا شکار

موت آکر ہی رہے گی یاد رکھ!                                                                           جان جا کر ہی رہے گی یاد رکھ!


 

 



[1]... احیاء العلوم والدین، کتاب ذکر الموت وما بعدہ، باب فی کلام المحتضرین...الخ، جلد:4، صفحہ:582 بتغیر۔

[2]... احیاء العلوم والدین، کتاب ذکر الموت وما بعدہ، باب فی کلام المحتضرین...الخ، جلد:4، صفحہ:582 بتغیر۔

[3]... احیاء العلوم والدین، کتاب ذکر الموت وما بعدہ، باب فی کلام المحتضرین...الخ، جلد:4، صفحہ:582 بتغیر۔