Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰى فَبَغٰى عَلَیْهِمْ۪-وَ اٰتَیْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَاۤ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْٓاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِی الْقُوَّةِۗ-اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ(۷۶) وَ ابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَ لَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَ اَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَ لَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِؕ-اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ(۷۷)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه قارون د موسٰی د قوم نه وو بيا هغه په قوم زياتے اوکړو او مونږه هغه ته دومره خزانے ورکړې چې د هغې کُنجيانې (اوچتول) په يوه طاقتوره ډله درنې وې. چې کله هغه ته د هغه قوم اُووئيل: فخر مه کوه، بيشکه الله فخر کوونکي نه خوښوي (۷۶) او کوم مال چې تا لره الله درکړے دے د هغې په ذريعه د آخرت کور طلب کړه او د دُنيا نه خپله حِصَّه مه هيروه او احسان اوکړه څنګه چې الله په تا احسان اوکړو او په زمکه کښې فساد مه کوه، بيشکه الله فساديان نه خوښوي (۷۷)

دا پينځه نصيحتونه دي کوم چې د بني اسرائيلو نيکانو مسلمانانو قارُون ته کړي وو، که قارُون د هغوئي نصيحتونه منلے وے، په دې يـې عمل کړے وے نو د بد انجام نه بچ کيدے شو خو دا بدبخته وو، د هغه په زړه باندې تور والے راخور وو، دې بد انجامه د نيکانو مسلمانانو هغه نصيحتونه سنجيده وانخستل، هغه ښکلي ښکلي نصيحتونه يـې په يو غوږ واوريدل او په بَل يـې ويستل. بيا نتيجه څه اوشوه؟ دا بدبخته په خپله سرکشئ کښې مخکښې روان وو، روان وو، تر دې چې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  ګستاخي يـې اوکړه او په زمکه کښې دننه کړے شو او [تر قيامته پورې د] راتلونکو د پاره د عبرت نښه جوړه شوه.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې 5 نصيحتونو کښې زمونږ د ټولو د پاره په خاص طور د مالدارانو د پاره ډير سبق دے. د دې پينځؤ نصيحتونو لږ وضاحت اورو: