Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

پۀ سُنتو باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به مو نصيب کيږي * د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لاره ښودلو والا، د نيکۍ کولو والا پۀ شان دے ([1]) * که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ! مزې به مو شي.

غير مسلمه مسلمان شو

د پاکستان د پنجاب صوبې د دعوتِ اسلامي د يو مبلغ بيان دے، يوه ورځ زمونږ ځائے ته د کراچۍ نه مَدَني قافلې تشريف راوړے وو، د مَدَني قافلې والؤ سره پۀ شريکه ما ته هم پۀ علاقائي دوره کښې د شرکت کولو شرف حاصل شو، مونږه د يو درزي د دُکان نه بهر خلق راجمع کړي وو او د نيکۍ دعوت مو ورکولو، کله چې بيان ختم شو نو د هغه دُکان يو ملازم ځلمي ووئيل: زه غير مسلمه يم. ستاسو د نيکۍ دعوت زما پۀ زړۀ باندې ډير اثر کړے دے، مهرباني وکړئ ما هم پۀ اسلام کښې داخل کړئ. بيا اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هغۀ کلمه ووئيله او مسلمان شو.

مقبول جہاں بھر میں، ہو دعوتِ اسلامی                               صدقہ تجھے اے رَبِّ غفّار! مدینے کا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نمـونځونو د وختونو (Prayer Times) د ايپ تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د نمـونځونو د وختونو (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے *د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء الدَّال...الخ، صفحہ:628، حدیث:2670۔