Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

معلوميدے شي * د دې نه علاوه د پينځه واړو نمـونځونو وختونه مياشتنے ټائم ټيبل * ذِکرونه (روحاني علاج) * مَدَني چينل ريډيو * د نمـونځونو پۀ وختونو کښې د موبائل سائلنټ (Silent) کولو سهولت او اسلامي کلينډر موجود دے. *د دې نه علاوه تاسو د دې ايپلي کيشن ډيش بورډ پۀ 2 کلر تهيم کښې هم استعمالولے شئ. پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])

ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش!                               یاربّ!  تو  مبلغ  مجھے  سُنّت  کا  بنا  دے([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د وعدې پابندي سُنَّت دے

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک دي: (1): څوک چې وعده نه پوره کوي، د هغۀ هيڅ ايمان نشته. ([3]) (2): کوم مسلمان چې خپل ورور [يعنې بل مسلمان] سره وعده خلافي وکړي پۀ هغۀ باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے. ([4])


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:115۔

[3]... مصنف اِبْنِ اَبِی شیبہ، کتاب: الايمان،  جلد:7 صفحہ:223۔

[4]... بخاری، کتاب:جِزْیہ، صفحہ:815، حدیث:3179۔