Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

پاک او د هغۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بهتره معلومه ده. اوئې فرمائيل: پۀ جنّتي زنانؤ کښې د ټولو نه زياتې فضيلت والا دا زنانه دي: (1): خدیجہ بنتِ خُوَیْلِد يعنې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها (2): فاطِمہ بنتِ مُحَمَّد (3): د فرعون کور ودانې آسيه بنتِ مُزَاحِم (4): او د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام مور بي بي حضرت مَرْیَم بنتِ عِمْرَان (رَضِىَ اللهُ عَـنْهن). ([1])

پۀ دُنيا کښې جنّتي ميوې خوړل

اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته پۀ دُنيا کښې د اوسيدو باوجود د جنّتي ميوې نه د مزې اخستو شرف هم حاصل دے اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي چې د مدينے سردار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها جنّتي انګور خوړلي وو. ([2])

مالِکِ کونین ہیں گو پاس کچھ رکھتے نہیں                        دو جہاں کی نعمتیں ہیں ان کے خالی ہاتھ میں

د نمونځ ادا کول

اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته د اِسلام دُنيا ته د جلوه ګر کيدو پۀ وړومبۍ ورځ د نمونځ کولو شرف حاصل دے، اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسنَّت مولانا شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ حُضُور سيِّدِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې چې پۀ وړومبي ځل کوم وخت وحي نازله شوه او نبوتِ کريمه ظاهِر شو هغۀ وخت حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمونځ ادا کړو او هم پۀ هٰغۀ ورځ اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه نمونځ زده کړو او ادا کول يـې


 

 



[1]... مسند احمد، مسند بنى هاشم، مسند عبد الله بن العباس...الخ، جلد:2 صفحہ:241، حديث:2720۔

[2]... المعجم الاوسط للطبرانى، باب الميم، من اسمه محمد، جلد:4، صفحہ:315، حديث:6098۔