Faizan e Khadija tul Kubra

Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

ورکولو نه بغير خو هيڅ هم نۀ حاصليږي، د څۀ موندلو د پاره به قرباني ورکول وي. لہٰذا همت وکړئ! د دِين د ښکلو ښکلو خبرو زده کولو د پاره * د فرض علومو زده کولو د پاره *د سنَّتو او د ژوند د ادابو زده کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راشئ! *د عاشقانِ رسول سره پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوئ! *اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ الْمُبَارَک مياشت هم خپل برکتونه خپروي، د اعتکاف سپرلي دي، د دعوتِ اِسلامي زيرِ انتظام کيدونکي اجتماعي اعتکاف کښې دا سُنَّت زده کيدے شي * اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هر خالي پۀ ورځ براهِ راست (Live) د ماسخوتن د نمونځ نه پس مَدَني مذاکره فرمائي، [او اوس پۀ رمضانُ المُبارک کښې خو اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د مازديګر د نمانځۀ نه پس او د تراويح نه پس روزانه دوه ځله مدني مُذاکره کيږي] پۀ مَدَني مذاکره کښې پۀ پابندۍ سره شرکت کوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين بے بها خزانه به پۀ لاس درشي او * د عِلمِ دِين زده کولو د ټولو بهترين انداز: جامعـةُ الـمدينه کښې داخله واخلئ! د شوال نه د درَسِ نظامي (يعنې د عالِم کورس) نوي کلاسونه شروع کيږي، پۀ جامعـةُ الـمدينه کښې داخلې روانې دي، که مونږ درسِ نظامي (يعنې عالِم کورس) وکړو، بيا خو څومره ښکلے شان دے، د دې پۀ برکت سره به مونږه پۀ قرآنِ کريم باندې پوهه شو، عِلمِ تفسير، علمِ حديثِ، علمِ فقه، علمِ تصوف او ډير زيات ديني علوم او د علمِ دِين د عربۍ لوئي لوئي کتابونه لوستل به مونږ زده کړو. الله پاک دې مونږ ته د علمِ دِين زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو جذبه راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم. 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها مختصر تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د مسلمانانو خوږه