Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ  وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی  خَاتَمِ النَّبِیّٖنط

اَمَّا بَـعْدُ  فَـاَعُوْذُ  بِـالـلّٰـهِ  مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط    بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط

 وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                                اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                                             اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

د الله پاک حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې د محبت او شوق سره درې ځله د ورځې او درې ځله د شپې پۀ ما باندې درودِ پاک ولولي، پۀ الله پاک باندې حق دے چې د هغۀ د هٰغه ورځې او هٰغه شپې ګناهونه معاف کړي. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که مونږه لږه توجه وکړو نو څومره پۀ اسانئ سره د ګناهونو بخښلو ذريعه کيدے شي، مثلاً د سحر نمونځ د جَمعې سره ادا کړُو، سر ښکته کړو، سترګې پټې کړو او د شين شين ګنبد تصور پۀ ذهن کښې راولو او درې ځله درودِ پاک ولولو، هم دغه شان د شپې اګر که پۀ بستره باندې وي د قبلې پۀ لور مخ کړو او کښينو او سر ښکته کړو، سترګې پټې کړو او د ښکلي ښکلي ګنبدِ حضراء تصور راولو او درې ځله دُرُودِ پاک ولولو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغه ورځې او د هغه شپې ګناهونه به مو معاف شي، ياد ساتئ! کبيره ګناهونه پۀ رښتونې توبې سره معاف کيږي، هم داسې که قضا نمـونځونه، قضا روژې، د بندګانو مالي، جسماني حقونه د چا پۀ ذِمه وي نو د هغې ادائيګي هم لازمي ده.


 

 



[1]... معجم کبیر، جلد:8، صفحہ:69، حدیث:15316۔