Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: که تۀ غواړې نو زۀ به د الله پاک نه سوال وکړم او تۀ به د هغۀ اواز واورې؟ پۀ دې باندې هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: نۀ بلکې زۀ د الله پاک او د هغۀ د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تصديق کووم. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! پۀ يوه پټه خبره باندې داسې پوخ ايمان چې د کتو او اوريدو حاجت يـې هم اونه ګڼو او بغير د کتو او اوريدو يـې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تصديق وکړو. دا د هٰغه دور خبره ده چې کله د سيِّدِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تصديق کوونکي ډير کم وو خو قربان شم د اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه چې پۀ هٰغه ورځو کښې يـې هم دومره کامِل تصديق وکړو او دومره کامِل ايمان يـې اوموندلو، يقيناً هغه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د مسلمانانو د فخر قابله مور جانه ده.

بغير د ليدو منلو فضيلتونه

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږ له هم پکار دي چې د الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان بغير د ليدلو د منلو عادت جوړ کړو، څوک چې بغير د ليدلو نه مني، هغه هدايت بيامومي، کاميابي د هغۀ قدمونه ښکلوي. وګورئ! د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې بغير د ليدلو نه وومنل نو څومره اوچتې مرتبې ته ورسيدو...!! د مِعراج تصديق هغوئي څومره پۀ ځانګړي انداز کښې وکړو، يو غير مسلمه هغوئي تۀ ووئيل: اے ابوبکر! ستا دوست مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زۀ د شپې مسجدِ اَقصیٰ ته لاړم او د سحر نه مخکښې [واپس] مکے ته راورسيدم. حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: که دا خبره زما محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلې وي


 

 



[1]... سنن ابن ماجہ، كتاب الجنائز، باب ماجاء فى الصلاة...الخ، صفحہ:243، حديث:1512