Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

وضاحت: حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ايمان والؤ وړومبۍ خوږۀ مور جانه ده، د هغې د بزرګۍ، پاکۍ او د اوچتې مرتبې دا حالت دے چې هغۀ د رَبِّ مصطفٰے، الله ُرَبُّ العالمين پۀ بارګاه کښې اوچته مرتبه لري، د هغوئي دا شان دے چې الله پاک د هغې د پاره د سلام تحفه راوليږله، جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام د هغې د ادابو خيال ساتي، الله پاک هغې ته د ياقوتو د ملغلرو نه جوړ کړے شوے جنّتي محل عطا کړو، داسې محل چرته چې نۀ څۀ شور شته، نۀ څۀ تکليف شته، پۀ داسې سلامتۍ والا اوچتې مرتبې والا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کور ودانې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها باندې او د هغې د اوچت محل پۀ ښکلا ځلا باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي.

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د فقاهت شان

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه کښې زمونږ د پاره د زده کولو ډيرې خبرې دي. (1): اَوَّل خو د دې واقعې پۀ رڼا کښې د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها عقل، د هغوئي پوهې او فراست او د فقاهت شان ته وګورئ! حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي د پاره د سلام تحفه راوړله او پۀ بارګاهِ رسالت کښې يـې عرض وکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د پاره الله پاک هم سلام راليږلے دے، هغۀ هم هغې ته ورسوئ! او زما د طرف نه هم هغې ته سلام ووايئ!

سلام د دوو هستيانو د اړخ نه وو، مونږ ته چې څوک سلام راوليږي، که د يو بنده د اړخ نه سلام راشي، د هغې جواب هُم هغسې ورکوو او که د زرګونو خلقو د اړخ نه سلام راشي نو د هغې جواب هُم هغسې ورکوو خو د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د عقلمندۍ نه قربان شم! د اِسلام ابتدائي دور دے، ديني احکام لا دومره عام شوي نه