Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

  سمدستي يـې ضرورت پوره کړو

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ډيرو خوبيانو مالِک دے، د هغوئي د پاک سيرت نه مونږ ته د زدکړې د پاره ډير سبقونه ميلاويږي، د هغوئي يو ډير ښکلے صفت سخاوت دے. هغوئي به د غريبانانو، بے وَسو، مسکينانو سره ډير محبت کولو، د هغوئي پکار به راتللو، د هغوئي ضرورتونه به يـې پوره کول، د هغوئي د دَر نه به يو سوالګر هم خالي لاسونه نه تللو، پۀ احياء العلوم کښي دي: يو ځل د حضرت امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې يو سوالګر حاضر شو او هغۀ ليکلے خواست وړاندې کړو. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بغير د لوستلو نه ووفرمائيل: ستا ضرورت به پوره کړے شي. عرض وکړے شو: اے د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسيه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ! تاسو به د هغۀ درخواست لوستلے وے نو بيا به مو جواب ورکړے وے. ارشاد يـې ووفرمائيلو: تر څو پورې چې ما د هغۀ درخواست لوستلے هغه به زما پۀ وړاندې د ذِلَّت پۀ حالت کښې ولاړ وے بيا که الله پاک زما نه پوښتنه کړې وے چې تا سوالګر دومره وخت ولې اودرولو او ولې دې ذليله کړو؟ نو ما به څۀ جواب ورکولے؟ ([1])

وہ حسن مجتبیٰ، سیّد الاسخیا                                                 راکِبِ دوشِ عزت پہ لاکھوں سلام([2])

مفهوم: امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د سخيانو سردار دے، چا چې به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مبارکو اوګو سورلي کوله د هغوئي پۀ ذات مبارک باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي.

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے د امام حسن مجتبیٰ


 

 



[1]... احیاء علوم الدین، کتاب ذم البخل...الخ، بیان فضیلۃ السخاء، جلد:3، صفحہ:304۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:309۔