Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

وہ تو نہایت سستا سودا، بیچ رہے ہیں جنّت کا                                                 ہم مفلس کیا مول چکائیں، اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([2])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښۀ نيت بنده جنت ته بوځي، د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم * پۀ اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم *د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د شور او ځوږ نه د پاک مَحل زيرے

د حديثِ پاک د ټولو نه پۀ معتبر او ډير مشهور او معروف کتاب بخاري شريف کښې يو روايت دے، چې پکښې يوه ايمان تازه کوونکې واقعه بيان شوې ده، واقعه د هٰغه ورځو ده چې کله به زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غارِ حِرا ته تشريف وړلو. ([3]) يوه ورځ داسې وشول چې خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غارِ حِرا کښې تشريف فرما وو، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام هم پۀ بارګاه رِسالت کښې حاضر وو، پۀ دې کښې د مسلمانانو خوږه مور جانه، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بي بي محترمه حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د لرې نه راروانه وليدلے شوه. مخکښې


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:186۔

[2]...  بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[3]... مرآۃ المناجیح، ازواجِ پاک کے فضائل، پہلی فصل، جلد:8، صفحہ:495۔