Faizan e Khadija tul Kubra

Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

کور زنانؤ ته د هغې د سيرت لوستلو ترغيب ورکړو. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي علمي او تحقيقي شعبې الـمدينة الـعلميه (Islamic Research Center) د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ سيرت باندې ډير ښکلے او اسان کتاب ليکلے دے ، د هغه کتاب نوم دے: فيضان خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها. د مکتبةُ الـمدينه نه دا کتاب هديةً طلب کړئ! پخپله يـې هم ولولئ او خپل کور والؤ، خپلوانو او دوستانو وغيره له هم د لوستلو ترغيب ورکړئ.

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي. کاش چې د اُمُّ الْمُؤمِنِين خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ وسيله زمونږه هم د عشقِ رسول بے کچه دولت نصيب شي، د دِين د خدمت کولو، د دين د پاره د خپل ځان مال قربانولو توفيق رانصيب شي او کاش! کاش چې زمونږه پوخ ايمان نصيب شي، کاش چې مونږه کامِل ايمان والا رښتوني پوخ، باکرداره  مسلمان جوړيدو کښې کامياب شو.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د برکت نه ډکه مياشت روانه ده، د دې مبارکې مياشت پۀ پينځلسم تاريخ د سيِّده خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د خوږ نمسيي حضرت امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ولادت ورځ هم ده. راځئ چې پۀ دې مناسبت سره د هغوئي ذِکرِ خير هم واورو. حضرت امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ دريمه هجرۍ پينځلسم رَمَضَانُ الْمُبَارَک پۀ مدينه منوره کښې دنيا ته تشريف راوړلو. ([1]) خوږ آقا و مولا،


 

 



[1]... تاریخِ طبری، جلد:2، صفحہ:76۔