Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ...!! د دې حکايت نه مونږ ته دا خبرې د زدکړې د پاره ميلاو شوې چې (1):که څوک زمونږ خوا له د مدد غوښتو د پاره راشي نو د ممکن حده پورې د هغۀ مدد کول پکار دي، پۀ حديثِ پاک کښي دي: څوک چې د کوم مسلمان د دنيا يو تکليف لري کړي الله پاک به د هغۀ د قيامت يو تکليف لرې کړي.([1])  (2):د راغلي کَس د عزت نفس خيال ساتئ او هغه د ځان پۀ مخکښي مۀ شرمنده کوئ، زمونږ خو دا ذهن پکار دے چې دا سوالګر زما محسن دے چې الله پاک د دۀ پۀ ذريعه ما له د نيکۍ موقع راکړې ده، د خپل محسن عزت کولے شي نه چې هغۀ ذليله کولے شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره

* د حديثِ پاک خلاصه ده: کومې ښپې چې د الله پاک پۀ لاره کښې په خاورو خړې شي، هغو ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي. ([2]) * د نيکئ د دعوت ورکولو، د ګناه نه د منع کولو د پاره د کور نه وَتل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي * زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکئ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو * مختلفو قبائلو ته به هم تللو او د نيکۍ دعوت به يـې ورکولو. د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته ته ځي او د نيکۍ دعوت ورکوي * خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکوي * د نمـونځونو ترغيب ورکوي * مونږ دې ته علاقائي دوره وايو * تاسو هم د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه علاقائي دوره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام 


 

 



[1]... مسلم، کتاب الذکر...الخ، باب فضل الاجتماع...الخ، صفحہ:1039، حدیث:2699۔

[2]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356۔