Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra
هغې پۀ ذريعه به الله پاک، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غم او خفګان حالت لرې کړو. ([1])
وہ اَنیسِ غم مُوْنِسِ بے کساں وہ سُکُونِ دلِ مالکِ اِنس و جاں
وہ شریکِ حَیَاتِ شہِ لامکاں سِیَّما پہلی ماں کہفِ امن و اماں
حق گزارِ رفاقت پہ لاکھوں سلام([2])
وضاحت: د بے وَسو د آقا، د دواړو جهانونو د مولا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غم ملګرې، د هغوئي د سکون سبب، کور ودانې، د ايمان والؤ وړومبۍ مور، د ايمان والؤ بهترين د پناه ځائے او د مصطفٰے جانِ رحمت، شمعِ بزمِ هدايت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د اوسيدو حق ادا کوونکي شخصيت حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها دويم د ټولو نه اعلیٰ صفت دے: د غيب پۀ خبرو باندې کامِل يقين ساتل. د هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ايمان د پوخ والي او مضبوط والي اندازه د دې خبرې نه ولګوئ چې کله د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزاده حضرت قاسِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفات شو، حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها عرض وکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! کاش چې الله پاک قاسِم د رضاعت (يعنې د پئيو څښلو عمر پورې) ژوندے ساتلے وے. رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: د هغۀ رضاعت به پۀ جنّت کښې پوره کيږي. هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْها عرض وکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! که ما ته دا خبره معلومه وے نو پۀ ما باندې به دا کار اسان شوے وے. د مدينے سرکار، د