Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

سيدةُ قريش (يعنې د قريش سرداره زنانه) پۀ لقب سره ياديدله. د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها يو ښکلے لقب: صِدِّيقه هم دے. پۀ حديث شريف کښې دي، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: ھٰذِہٖ صِدِّیْقَۃُ اُمَّتِیْ يعنې دا زما د اُمَّت صِدِّيقه ده. ([1])

زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول 7 بچي دي: څلور شهزادګۍ (حضرت زينب، حضرت رُقيَّه، حضرت اُمِّ کلثوم او خاتونِ جنّت حضرت فاطمةُ الزهرا رَضِىَ اللهُ عَـنْهنّ) او درې شهزادګان (حضرت قاسِم، حضرت عبد الله او حضرت ابراهيم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم). پۀ هغوئي کښې حضرت ابراهيم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ماريه قِبطيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها شهزاده دے، باقي ټول اولاد يـې د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه وو يعنې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د امام حسن او حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما بلکې تر قيامته پوري د راتلونکو ټولو سيد زادګانو نيا بي بي ده.

 د نبوت پۀ لسم کال، د رَمَضَانُ الْمُبَارَک پۀ لسم تاريخ حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها وفات شوه د وفات پۀ وخت د هغې عمر مبارک 65 کاله وو. ([2]) د هغې مزار مبارک د مکے مکرمې پۀ مشهوره هديره جنّت المُعلیٰ کښې دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

څلور افضلې جنّتي زنانه

حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو ځل رسولِ کائنات، شهنشهاهِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ زمکه باندې څلور کرښې راښکلې او اوئې فرمائيل: تاسو ته پته ده دا څۀ دي؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: اَللہُ وَ رَسُوْلُہ اَعْلَمُ يعنې الله


 

 



[1]... تاريخِ مدینہ دمشق، تاريخ دمشق، حرف الميم، 9427- مريم بنت عمران، جلد:70، صفحہ:118۔

[2]... امتاع الاسماع، فصل فى ذكر ازواج رسول، ام المؤمنين خديجة بنت خويلد، جلد:6 صفحہ:28۔