Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

(2): که چرې څوک د چا سلام راوړي نو...؟

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه کښي د زدکړې يوې بَلې خبرې ته وګورئ! د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د پاره حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام خپل سلام وليږلو، د دې پۀ جواب کښې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ووئيل: وَعَلٰی جِبْرِیْلَ السَّلَامُ وَعَلَیْکَ السَّلَامُ وَرَحْمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہُ يعنې او پۀ حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام او پۀ تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دې سلامتي او د الله پاک رحمتونه او برکتونه وي. ([1]) دلته دوه خبرې د زدکړې د پاره دي: (1):چې کله د چا د طرف نه سلام راوليږلے شي، يعنې سلام کوونکے څوک بَل څوک وي او سلام رَسَوَلو والا څوک بَل څوک وي نو پۀ جواب کښې به صرف سلام ليږونکي ته سلام نه وئيلے کيږي بلکې چا چې سلام راليږلے دے، هغۀ ته به هم سلام وئيلے کيږي. (1): او دويمه خبره دا معلومه شوه چې کله هم سلام وکړے شي يا د سلام جواب ورکول وي نو صرف پۀ سلام باندې دې بَس نه کړے شي بلکې ورسره دې وَرَحْمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہٗ هم ووئيلے شي.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا د اِسلام د وړومبي دور واقعه ده، هٰغه وخت اِسلامي اَحکام او عِلمِ دِين دومره زيات عام شوي نه وو، اوس چي مونږ لږ غور وکړو، پۀ عِلمِ دِين باندې پۀ زرګونو بلکې پۀ لکونو کتابونه ليکلے شوي دي، دا وخت خاص طور پۀ اِسلامي ملکونو کښې به خو داسې هيڅوک نه وي چې عِلمِ دِين ته به هغه رسيدے نشي. که وغواړي نو هر کَس پۀ اسانۍ سره عِلمِ دِين زده کولے شي، د دې باوجود چې مونږ لږ غور وکړو، ايا مونږ له د سلام صحيح جواب ورکول راځي؟

د طلاق، خُلع يا نمونځ او زکوٰۃ د سختو مسئلو خبره نه کيږي، د دِين يوه بنيادي خبره


 

 



[1]... سنن الكبرى للنسائى، كتاب المناقب، مناقب خديجة...الخ، جلد:7، صفحہ:390، حديث:8301۔