Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها دوه اعلیٰ صفتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ پاک سيرت کښې زمونږ د پاره د زدکړې د پاره ډېرې خبرې دي. خصوصاً د هغې دوه ډير اعلیٰ صفتونه چې د هغې پۀ سيرت کښې ډير ښکاره دي او نن مونږ ته د دې دواړو صفتونو اختيارولو ډير ضرورت دے.

(1): عشقِ رسول

پۀ دې کښې وړومبے صفت دے: د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها عشقِ رَسول. هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د آخري نبي پۀ طور بے کچه محبت کولو. هغې پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې خپل مال هم قربان کړو، خپل ژوند يـې هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره وقف کړو او قدم پۀ قدم به يـې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خدمت هم کولو.

د اِسلام پۀ اِبتِداء کښې د حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها کردار

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمر مبارک څلويښت کاله وو، د رَمَضَانُ الْمُبَارَک پۀ مياشت کښې پۀ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې وړومبۍ وحې نازل شوه. ([1]) پۀ دې موقع باندې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها بے مثاله کردار ادا کړو، د رسولِ نامدار، شفيع روزِ شمار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نکاح کښې د راتللو نه واخله تر آخري وخته پورې شپۀ ورځ يـې قدم پۀ قدم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مرسته وکړه. پۀ غارِ حِرا کښې د وړومبۍ وحي نازليدو نه پس چې کله هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خوا له پۀ دې حال کښې تشريف راوړلو چې د هغوئي صَلَّى اللهُ


 

 



[1]... مواہبُ اللَدُنيہ، مقصد الاول، دقائق حقائق بعثته، جلد:1، صفحہ:103، ملتقطًا۔