Book Name:Shaitan ka Darwazy

پوښتنه وکړه: تۀ څوک يـې؟ هغۀ ووئيل: زۀ ابليس يم. موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: دا کومه ټوپۍ چې تا پۀ سر کړې وه، دا څۀ دي؟ هغۀ اووئيل: دا زما هٰغه جالونه دي کوم چې زۀ د آدم پۀ اولاد باندې وراچووم. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پوښتنه وکړه: دا ووايه! هغه کومه يوه بدي ده چې کله انسان هغه وکړي نو تۀ پۀ هغه باندې قابو بيامومې. شيطان ووئيل: چې کله انسان پۀ ځان خوښۍ کښې اخته شي (يعنې ناز شروع کړي) او خپل ګناهونه هير کړي نو زۀ پۀ هغۀ باندې غلبه بياموم. ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې روايت نه معلومه شوه چې په سرکشئ کښې اخته کيدل او خپل ګناهونه هيرول هم د شيطان پۀ جال کښې د ګيريدو سبب دے. واقعي دا حقيت دے، چې کله انسان خپل ګناهونه هير کړي نو هغه پۀ خپل ځان باندې ناز شروع کړي او د الله پاک د پټ تدبير نه بے ويرې شي او مطمئين شي، او دا اطمينان او نۀ ويريدل هٰغه څيز دے کوم چې د شيطان کار اسانوي. ځکه مونږ له پکار دي چې هر وخت خپل ګناهونه ياد ساتو، د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خپلې نيکۍ هيرول او ګناهونه ياد ساتل عِبادت دے. ([2])

افسوس چې نن صبا کار اُلټا دے، خلق نيکۍ يادې ساتي او ګناهونه هيروي *يوه ورځ کړي تهجد ياد ساتي او د 50 ورځو قضا شوي نـمونځونه هير کړي *بعضې خلق ډير پۀ فخر سره وائي: دا ځل ما پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې لس روژې ونيولې، چې څوک ورته دا ووائي چې نه وروره! تا شل روژې اوخوړلې! *هُم داسې پۀ جومات کښې ورکړې لس روپۍ يادې ساتي خو پۀ تجارت کښې پۀ دهوکه ګټلې زرګاؤ روپۍ هيرې کړي. ياد ساتئ


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب عداوۃ الشیطان و معرفۃ مکایدہ، صفحہ:346۔

[2]... تفسیر نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:40، جلد:1، صفحہ:325 ملتقطاً۔