Book Name:Shaitan ka Darwazy

مُصَافحه کوي. ([1]) * بيا د دې نه پس لَیْلَۃُ الْجَائِزہ (يعنې د اختر شپۀ) هم راتلونکې ده *هٰغه عظيمه شپۀ چې د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ ټوله مياشت کښې څومره [خلق] بخښلے شوي وي د هغوئي د ټولې شميرې برابر بخښنه پۀ دغه يوه شپۀ کښې کيږي.([2]) يعنې زمونږ د پاره ډيرې موقعې دي، بس چې مونږ ته يـې قدر رانصيب شي. چې مونږ د دې قيمتي سعتونو نه پۀ صحيح معنو کښې فائده اخستو کښې کامياب شو.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

شيطان ازاديدونکے دے

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت زر رخصتيدونکې ده او د دې سره زمونږه اصلي او حقيقي دښمن يعنې شيطان هم ازاديدونکے دے. افسوس! شيطان چې څنګه را ازاد شي، شر فساد شروع کړي، چې څنګه دا اعلان وشي چې د اختر مياشت وليدے شوه نو د رمضان عاشقان خو د رمضان د جدايۍ پۀ غم کښې پۀ چغو چغو ژاړي خو دا هم حقيقت دے چې پۀ زرګاؤ خلق هغه وخت د شيطان پۀ پنجه کښې راګير شي *د سندرو او سازونو د ګناه ډک اوازونه پۀ کوڅو بازارونو کښې شروع شي *پۀ بازارونو کښې رش شروع شي *بے پردګي عامه شي *لوفران هلکان پۀ سړکونو چغې او شپيليي وهل شروع کړي، بس داسې ووايئ چې د روژې ټوله مياشت پۀ قيد کښې د تيرولو پۀ وجه شيطان مکمل طور ليونے شوے وي او د ټولې مياشتې غصه هم پۀ يوه شپۀ کښې اوباسي.

 خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ښۀ خبره نه ده، شيطان زمونږه دښمن دے *که


 

 



[1]...  فضائل شہر رمضان للمقدسی، صفحہ:62، حدیث:26 بتغیر۔

[2]... شُعَبُ الْاِیمان، باب الصیام، فضائل شہر رمضان، جلد:3، صفحہ:304، حدیث:3606 ملخصاً۔