Book Name:Shaitan ka Darwazy

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغه به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])

ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش!                        یاربّ!  تو  مبلغ  مجھے  سُنّت  کا  بنا  دے([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ګوتمې پۀ باره کښې سُنَّت او آداب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نارينه د پاره د سرو زرو ګوتمه پۀ لاس کول حرام کار دے. د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سرو زرو د ګوتمې پۀ لاس کولو نه منع فرمائيلې ده  * نابالغه (يعنې ډير وړوکي) هلک ته (هم) د سرو زرو سپينو زرو کالے اچول حرام دے او چا چې ورته واچولو هغه به ګنهګاريږي، دغه شان د هلکانو پۀ لاسونو او ښپو باندې [د څه علاج] د ضرورت نه بغير نکريزې لګول جائز نه دي. زنانه يـې پخپله پۀ خپلو لاسونو او ښپو باندې لګولے شي، خو که هلک له يـې ولګوي نو ګنهګارې به شي  * د اوسپنې ګوتمه د دوزخيانو کالے دے  * د نارينؤ د پاره هغه ګوتمه جائز ده کومه چې د نارينؤ د ګوتمې پۀ شان وي يعني صِرف د يو غمي والا وي او که چرې پۀ هغې کښې (د يو نه زيات يا) ډير غمي وي نو اګر که هغه د سپينو زرو وي د نارينؤ د پاره جائز نه ده  * بغير د غمي نه ګوتمه اچول


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:115۔